ټولنه

په څوارلس سوه کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .

کابل باخترد مرغومي شپږ ويشتمه :
دافغاني سرې مياشتې  ټولنې نن دکابل ولايت  په  اوو ولسواليو کې له ١٤٠٠  بې وزلو او مستحقو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه .
دغه توکي چې اوړه ، غوړي ، لوبيا ، بوره او چاى پکې دي دسيلو په افشارو کې دافغاني سرې مياشتې  دټولنې له مقر څخه  دکابل ولايت دقره باغ ، کلکان ، استالف ، ميربچه کوټ  ، خاک جبار، سروبي او دده سبز ولسواليو ته وليږل شول .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: دافغاني سرې مياشتې دټولنې  سکرترجنرال محمد نعيم ديندار خبريالانو ته وويل: ددوه سوه پنځوسو زرو امريکايي  ډالرو  په ارزښت  دغه توکي دقطر هېواد دحلال احمر دټولنې  له خوا برابر شوي دي او ټاکل شوې ده چې په هرې کورنۍ  پنځوس کيلوګرامه اوړه ، لس ليتره غوړي ، لس کيلوګرامه لوبيا ، اووه کيلوګرامه بوره او دوه کيلوګرامه  چاى وويشل شي .
دغه راز دکابل والي حامداکرم  دقطر له هېواد او دافغاني سرې مياشتې  له ټولنې څخه  په قدردانۍ سره وويل چې دغه مرسته د  بې وزلو کورنيو په تيره بيا دهغو کونډو ښځو او د يتيمو  ماشومانو په واک کې ورکول کيږي  چې پخوا ديوې سروې له لارې  مشخص شوي دي .
دکابل والي څرګنده کړه چې دکابل ولايت داوو پاتې ولسواليو په بيوزلو کورنيو هم په نږدې راتلوونکي کې ددغو مرستو ويش پيليږي .
  حامداکرم  زياته کړه چې دقطر  دهلال احمر ټولنې  پخوا هم دافغانستان له اړو خلکو سره بشري مرستې کړې دي  او دهېواد په مرکز او ځينو ولايتونوکې يې دروغتيايي مرکزونو په جوړولو کې هم مرسته کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته