امنیت

د سروبي خلکو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د لړم ۳۰ مه/ باختر
د کابل د سروبي ولسوالۍ خلکو په يوه غونډه کې د هېواد له پوځيانو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
دوى دغه راز خلکو ته د امنيت د تامين لپاره په سروبي کې د ډار اچونې ضد عمليات پيلول ارزښناک وبلل او ويې ويل چې د دوى په سيمو کې د ډار اچوونکو په شتون سره د ښوونې او روزنې او د پرمختيايي پروژو د تطبيق بهير پيکه دى.
دغه غونډه پرون د سروبي د سلګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو په ګډون د دغې ولسوالۍ په مرکزکې جوړ شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغې غونډې برخه والو د هېواد پوځيانو ته ګلان ورکړل او ويې ويل چې د امنيت په تامين او له ډار اچوونکو سره د مبارزې په لاره کې به له هغوى سره همکاري وکړي .
دا په داسې حال کې ده چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ډار اچونې ضد عمليات دوام لري.
دغه عمليات په کابل – جلال آباد لويه لاره کې د طالبانو د شتون او فعاليت له زياتوالي وروسته پيل شوي دي. 
د سېلاب قول اردو پوځي مقامات وايي چې د سروبي زياتې سيمې په تېره بيا د طالبانو د مرکز اوزبين ساحې زياتې سيمې په دغو عملياتوکې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته