امنیت

د کورنیو چاروپه وزارت کې روزنیز سیمینارجوړشو.

کابل باختر د چنګاښ دويمه
د کورنیو چارو وزارت د جلب او جذب قوماندانۍ له لورې د هېواد مرکز او ولایتونو د پولیسو د جلب او جذب مدیرانو ته درې ورځيني روزنیز سیمینار پیل شو.
دکورنيوچارووزات مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
د پولیسو د جلب او جذب روزنیز سیمینار چې د کورنیو چارو وزارت په لوﺉ تالار کې د مرکز او ولایتونو د جلب او جذب مدیرانو سربيره د پولیسو د روزنیزو مرکزونو د مسوولینو په ګډون جوړ شوی وو، لومړی د کورنیو چارو وزارت د پېژنتون رییس لوﺉ پاسوال محمد وکیل اکبري په خپلو خبرو کې د دغه سیمینار په ارزښت او نوښت خبرې وکړې ویې ویل، هیله مند یم چې د دغه درې ورځني سیمینار له لارې تاسې خپلو ټولو هغه ستونزو ته د حل لار پیدا کړﺉ چې د جلب او جدب په وخت کې ورسره مخامخ کیږﺉ.
وروسته د ملي پولیسو د جلب او جذب قوماندان لوﺉ پاسوال محمد حسن اتمر د پولیسو په پاک او سالم جلب او جذب ټینګار وکړ ویې ویل، دا چې پولیس د قانون تطبیقوونکي دي نو د جلب او جذب ټولې ادارې مو باید د پوره دقت له مخې د پولیسو لیکو ته پاک او سالم اشخاص جذب کړي.
دغه راز وروسته د پولیسو د ښوونې او روزنې لوﺉ قوماندان او دکورنیو چارو وزارت د بشرحقوقو اوجندر ریسې مل پاسوال حکمت شاهي هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د جلب او جذب مدیرانو لپاره یې یاد درې وځینی سیمینار خورا ارزښت مند وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته