امنیت

په يوه ترافيکي پيښه کې څلور تنه ووژل شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
په فارياب ولايت کې ديوې  ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ملکي وګړي   ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دفارياب ولايت دترافيکو آمر سمونيار بختيار دباختر آژانس خبريال ته وويل : 
دغه پيښه تير ماښام دفارياب ولايت دقرم قل ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو موټرو له  يو بل سره ټکر وکړ.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : دپيښې علت ددواړو وسايطودچلوونکو  بي احتياطي بلل شوې  ده.
د  پيښې ټپيان   د  ميمنې ښار روغتون   ته    ليږدول شوي او روغتيايي مسوولينو دټپيانو حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته