کابل باختر د وږي يوولسمه :
د سرپل ولايت پوليسو تېره شپه څوارلس تنه وسله وال طالبان ونيول.
دسرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج باخترآژانس ته وويل: څلور تنه وسله وال طالبان چې رهبري يې ملا خير محمد په غاړه لرله؛ د صياد ولسوالۍ په تورپاغلي او بلچراغ په کليوکې د ملي پوليسو او د سيمه ئيزو پوليسو په ګډو عملياتو کې ونيول شول.
ويل کيږي چې دغه طالبان له لنډې نښتې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
نيول شويوکسانو دخلکو په ځورونې لاس پورې کاوه او له هغوى څخه يې باج اخيسته.
0 د یوې دقیقې څخه لږ