امنیت

يوه ښځه ووژله شوه او پنځه تنه نور ټپيان شول

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٤ نيټه :    
په کاپيسا ولايت کې يوه ښځه تېره شپه دکورني دښمنۍ په نتيجه کې ووژله شوه او د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شول.
دکوهستان دلومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق باختر آژانس ته وويل چې د دغې ولسوالۍ د پناه خيلو په سيمه کې دوو کورنيو له ناندرو وروسته په جګړه کې ښکيل شول چې له امله يې يوه ځوانه ښځه ووژله شوه او ديوې ښځې په ګډون  پنځه  تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې ټپيان دپنجشير ولايت ايميرجنسي روغتون ته ليږدول شوي چې د دوو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت خراب دى.
ويل کيږي دغه جګړه د کاکا او د وراره د کورنيو ترمنځ رامنځته شوې او پوليسو په دې اړوند دوه تنه نيولي دي.                 
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته