فرهنګ

قندهار ته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست سفر له لاسته راوړنو ډک وو.

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٠ نيټه 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري قندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ د قندهار ولایت د موزیم پرانیسته، د میرویس نیکه د زیارت د رغونې چارې، د نارنج ماڼۍ، د زړې جامعې او مینا څلي څخه لیدنه، د جنوب زون په کچ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو د اداري غونډه  او همدارنګه د انار ګل په مشاعره کې برخه واخیسته.
د قندهار د سیمه يیز موزیم په پرانیسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ددې موزیم په تاریخي شالید باندې رڼا واچوله او ویې ویل: دقندهار موزیم په ۱۳۳۶ هـ ش کال کې هغه مهال چې ځینې تاریخي توکي د ښاروالۍ په یو ګودام کې ساتل کېدل او د قندهار ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته تسلیمیدل، نو هلته یو صندوق موجود وو، چې په دې صندوق کې په وینو ککړ کالي وموندل شول،  له څېړنو وروسته څرګنده شوه، چې دا کالي د وزیر محمد اکبر خان همغه کالي وو، چې د مکناټن په وینو ککړ وو.
نو له همغه ځایه دا انګیزه پیدا شوه چې ددې لپاره باید یو موزیم جوړ شي، چې د تېرو جګړو پر مهال دې موزیم بیا صدمه ولیدله او نن یې یو ځل بیا د خپلو تاریخي آثارو د ساتنې په موخو پرانیزو.
د پوهاند باوري په خبره چې دا مهال په دې موزیم کې ۷۹۱ تاریخي آثار او همدارنګه ۱۱۰۰ د بېلا بېلو دورو تاریخي سیکې هم نندارې ته ایښودل شوي‌ دي. هغه د قندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ته لارښونه وکړه چې له موزیم څخه په سمه توګه ساتنه وکړي او د هېواد ملي موزیم رئیس ته چې په دې سفر کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره ملتیا کوله سپارښتنه وکړه، چې د قندهار د موزیم په غني کېدو کې دې مرسته وکړي.
په همدې ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د قندهار ولایت له عامه کتابتون او لنکن سنټر څخه هم لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د بیهقي د خپرونو ریاست به له عامه کتابتون سره دکتابونو په برخه کې مرسته کوي.
له دې وروسته  پوهاند باوري په هغو مراسمو کې برخه واخیسته چې د میرویس نیکه د زیارت د بیا رغونې په موخه جوړ شوي وو.
پوهاند باوري میرویس نیکه د افغانستان ملي مشر یاد کړاو د هغه په تاریخي کړنو یې رڼا واچوله. د هغه په خبره میرویس نیکه نه یواځې په حکومت بلکې په ولسونو یې هم حق دی چې د زیارت په ساتنه او پالنه کې یې مرسته وکړي.
وروسته د میرویس نیکه د زیارت د بیا رغونې ډبره د پوهاند باوري او په قومونو او قبايلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر حاجي آغا لالي دستګیري په لاسونو کيښودل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له اړونده ساختماني شرکت څخه وغوښتل چې دغه چارې د تاریخي آبداتو له اصولو سره سمې تر سره کړي او همدارنګه په کار کې يې تر دې ښه کیفیت غوښتونکي شو.
د یادونې وړ ده چې د میرویس نیکه د زیارت په رغونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې په کلونو کې بشپړې شي.
په همدې ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د آنارګل په جوړه شوې مشاعره کې هم برخه واخیسته.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په پیل کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس پیغام د غونډې کډونوالو ته واوراوه په پیغام کې قندهار د تاریخ او فرهنګ مهم ټاټوبی بلل شوی وو او همدارنګه د آنار ګل مشاعره د افغانستان په معاصر ادب کې یوه زرینه پاڼه بلل شوې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سر پرست په خپلو خبرو کې آنار ګل د هېواد یو غیر ملموث فرهنګي میراث یاد کړ او له ټولو قندهاریانو یې غوښتنه وکړه چې ترې ساتنه وکړي. 
هغه همدارنګه شعري نړۍ د ټولنې لپاره د اصلاح وسیله یاده کړه او زیاته یې په هره اندازه چې شاعران په خپلو شعرونو کې اصلاحي افکار ځای کوي به همغه کچ به ټولنه د اصلاح او پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پورته کوي.
په دې مشاعره کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پیغام هم ګډونوالو ته ولوستل شو په پیغام کې د ورونو قومونو ترمنځ د یووالي، د سولې په ټینګښت او د شعر په ژبه د ولسونو په منځ کې د ملي یووالي د روحې په را ژوندي کېدو ټینګار شوی وو.
په غونډه کې د قندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا، د ولایتي‌ شورا رئیس سید جان خاکریزوال، د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال، د قندهار سیمه يیزو مشرانو او چارواکو، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د شاعرانو او فرهنګیانو سربیره له کوټې او چمن څخه هم راغلو شاعرانو برخه اخیستې وه، چې خپل شعرونه یې ګډونوالو ته واورول.
ددغه سفر په دوام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ د جنوب زون په کچ د اطلاعاتو اوفرهنګ رئیسانو اداري ناسته جوړه شوه.
په پیل کې د زابل ولایت داطلاعاتو اوفرهنګ رئیس عبدالرزاق بشر په دې ولایت کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه پوهاند باوري ته خپل ګزارش وړاندې کړ.
همدارنګه د زابل رئیس په دې ولایت کې د یو شمیر تاریخي سیمو او آبدو رغونې ته هم اشاره وکړه چې له ډلې یې د شیخ متي بابا د مزار او همدارنګه د شالم خان کلا رغول شامل وو ده‌ وویل د شالم خان کلا د استملاک لپاره ۲۰ مېلېونه افغانۍ براورد شوی دی او په همدې ډول یې د میرویس نیکه د تحقیقاتي مرکز د جوړولو وړاندیز وکړ او ویې ویل چې د زابل د بالاحصار پروژه ترتیب شوې او پخواني‌ ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ژمنه کړې وه چې ددې بالاحصار لګښت به ورکوي، خو تر دا مهاله یې کار نه دی پیل شوی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له نوموړي مننه وکړه چې د خپل ماموریت له پیله یې تر دا مهاله یو شمیر مهمو مسئلو ته پاملرنه کړې ده. او زیاته یې کړه چې د شالم خان د کلا مسئله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپله کړې ده د زابل والي  او همدارنګه د ولسمشر سلاکار وفي الله آمین ته یې په دې اړه دنده سپارلې ده او د شیخ متي بابا د زیارت په اړه باید دزابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خپل پلان د وزارت مقام ته د وړاندیز په توګه را واستوي هغه همدارنګه د زابل د بالا حصار په اړه وویل چې یو ځل دې بیا هم له پخواني ولسمشر سره خبرې وشي که د کرزي له بنسټه یې د رغولو چاره ترسره کړي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فرید احمد فرهنګ د خپل ګزارش ترڅنګ د بست تاریخي کلا، د ابن حبان بستي د زیارت د ګرشک ولسوالۍ لپاره د ځوانانو چارو مدیر او د کتابخانې د مسؤل غوښتنه وکړه.
پوهاند باوري وویل د بست تاریخي کلا د جوړولو په اړه به په نیږدې راتلونکې کې یو تخنیکي ټیم دې ولایت ته سفر ولري او ممکن ددې ټیم مشري د هافو اداره په غاړه ولري. چې د سروې چارې یې پیل کړي د تشکیل لپاره به په را تلونکي  کال کې د تشکیل کمیټې ته لارښوونه وشي تر څو په دې اړه ګام پورته کړي.
د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست هم یو لړ وړاندیزونه په غونډه کې طرحه کړل او زیاته یې کړه چې د قندهار دولتي مطبعې ځینې ماشینونه له کاره لویدلي‌ چې باید بیرته جوړ او په کار پیل وکړي، تر څو خود کفا شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ماشینونو د جوړولو په اړه له نوموړي‌ سره په ګډ پلاوي قندهار ته له تللي انجنیر څخه وغوښتل چې د چاپ ماشینونه دې وکتل شي که یې د جوړولو چاره له توانه لیرې وه نو له کابل څخه د خصوصي شرکتونو انجنیرانو او یا هم له ګاونډي هېوادونو څخه انجنیران را وغوښتل شي تر څو ستونزه حل کړل شي.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد، د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنېو د پالیسیو د چارو سلاکار او ویاند محمد صابر مومند هم برخه درلوده.
په همدې ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري‌ ددې سفر پرمهال د قندهار ولایت له بیلا بیلو تلاریخي سیمو هم لیدنه وکړه.
په پیل کې د قندهار د مینا برج څخه لیدنه وشوه چې د څو لسیزو راهیسې یې انحنا کړې ده.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د لرغونپوهنې له مخې ددې برج تاریخي ارزښت خورا مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دې برج د بیا رغونې لپاره دې ګامونه پورته شي.
هغه له کابله ځان سره دوه تنه د تاریخي ابداتو انجنیران هم بیولي وو، چې  د نوموړي‌ له لوري ورته لارښونه وشوه، ترڅو د معلوماتو له بشپړولو وروسته او په څه ډول د رغولو ګزارش د وزارت مقام ته وړاندې کړي.
پوهاند باوري د قندهار له زړې جامعې څخه چې د احمدشاه بابا د پادشاهۍ پر مهال جوړ شوی دی هم لیدنه وکړه او د تاریخي آبداتو انجنیرانو ته یې لارښونه وکړه چې د جوړولو پلان یې بشپړ کړي، ترڅو د راتلونکي کال په پروژو کې ونیول شي.
په همدې ډول د نارنج له تاریخي‌ ماڼۍ څخه هم لیدنه تر سره شوه، د نارنج تاریخي ماڼۍ چې شاوخوا درې سوه دیرش کاله له میلادڅخه وړاندې جوړه شوې اوس یې هم نښې پاتې دي.
پوهاند باوري له خپلو لیدنو او ارزونو وروسته د آبداتو انجنیرانو ته دنده وسپارله چې لومړی یې د احاطې او وروسته د سپړنو لپاره د لرغون پېژندنې له ریاست سره په ګډه پلان ترتیب کړي. پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته