سیاست

دافغانستانه داسلامي جمهوريت دولسمشر حامدکرزي له خوا دمبارکۍ پيغام

– کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
دافغانستانه داسلامي جمهوريت دولسمشر حامدکرزي له خوا دمبارکۍ پيغام دوالاحضرت شيخ خليفه بن زايد آل نهيان  دمتحده عربي اماراتو  ده ددولت مشرته ده هغه هيواد دملي ورځې له امله په لاندې توګه استول شوى دى :
اجازه راکړۍ دافغانستان دخلکو په استازيتوب خپلې ښيې هيلې او مبارکۍ دورور  هيواد متحده عربي اماراتو دملي ورحې په  مناسبت تاسي والاحضرت او دمتحده عربي اماراتو  ورور ولس ته وړاندې کړم.
موږ له متحده عربي اماراتو سره خپلو موجودو ورور ګلويزو اړيکو ته خورا ارزښت ورکوو اوهيله لرو دغه اړيکي دژوند په ټولوبرخوکې لا نورې پراخې اوغښتلې شي .
په پاى   کى  دلوى خداي (ج ) له درباره تاسو ولاحضرت  ته روغتيا او برپاليتوب غواړم  او دمتحده عربي اماراتو  ورور  ولس ته دنيکمرغۍ اوسوکالۍ هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته