ټولنه

په سالنګونو کې د واورې اورښت دوام لري

کابل / ليندۍ ٢٤مه / باختر
د سالنګ د لويې لارې مسوولين وايي چې په دغه لويه لاره کې له پرون مازيګر راپديخوا د واورې اورښت دوام لري او دغه لويه لاره د تيلري موټرونو پرمخ تړلې ده.
د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې د رياست سرپرست انجنير عبدالبشير افغانزي باختر اژانس ته وويل چې اوس په سالنګونو کې له باد سره جوخت د واورې اورښت دوام لري.
د اټکلونوله مخې دغه حالت ښايي تر٢٤ ساعتو پورې دوام وکړي.
اړونده کارکوونکي له خپلو وسايطو اوماشينرۍ سره له واورې څخه د دغې لويې لارې په پاکولو بوخت دي .
هغه زياته کړه چې دغه لويه لاره د تيلري وسايطو پرته د نورو وسايطو پرمخ پرانستې ده او دغه وسايط کولاى شي د ځنځير په تړلو او د مقرراتو په رعايتولو سره تګ راتګ وکړي.
هغه زياته کړه چې اوس په دغه لويه لاره کې د کتنې ساحه ٧٠٠ متره ده، لنډه بل په سلوکې سل دى، د هوا سړښت منفي ١١ درجې ، د ځمکې پرمخ د واورې اندازه ٢٠ سانتي متره، په ٤٠ کيلومتره سړک کې کنگل شتون لري او په راتلونکو ٢٤ ساعتو کې د واورې اورښت دوام لري.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته