ټولنه

داحصائيي مرکزي ادارې دهېواددمهمو شاخصونو دسروې نتيجې اعلام کړې .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دستر ولايتي ټولنيز شاخص دسروې دنتيجو رپوټ چې د احصائيې دمرکزي ادارې له خوا دهېواد دولايتونو په مرکزونو کې ترسره شوې دي نن اعلام شو .
داحصائيې  مرکزي ادارې په ٢٠١٣ او ٢٠١٤ کلونوکې دبې وزلۍ ، وزګارتيا او دجنس او عمر په لحاظ  دوګړو دخوراکي مصوونيت  ، روغتيا ، ښوونې او روزنې او دڅښاک  داوبو دشاخص دټاکنې په خاطر دهېواد په ولايتونوکې سروې ترسره کړې ده .
دهمدې سروې  له مخې کابل د وزګارتيا  په لحاظ شلم ولايت دى او هغه څه چې په دې رپوټ کې خبر دارى ورکوونکي دي دهېواد دولايتونو په کچه  نابرابري ده .
دغه سروې  دنړيوال بانک او دهېواد داقتصاد وزارت له خوا په مهمو ترسره شويو شاخصونو کې تحليل او څيړل  شوې ده .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دهېواد داقتصاد وزير په افغانستان کې دنړيوال بانګ دسرپرست او داحصايې  دمرکزي  ادارې رييس په يوه ګډه خبري غونډه کې دنظر وړ مسئلو په باب توضيحات وړاندې کړل .
داقتصاد وزير عبدالستار مراد وويل چې هراړخيزه او انډوليز پرمختيا دپرمختيايي بودجې په برابرولو کې ددغې سروې ډير اساسي مشخصه ده .
داحصايې دمرکزي ادارې رييس شير محمد حاجي زاده وويل چې دغې سروې دولايتونو دتفکيک تصوير برابر کړ چې شاخصونه يې بې وزلي ، وزګارتيا ، جنس او عمر په لحاظ دوګړو خوراکي مصوونيت ، روغتيا ، ښوونه او روزنه  او دڅښاک  اوبه دي .
دده دڅرګندونوله مخې ددغې سروې نتيجې ددايمي انکشاف په مسئلو  متمرکز دي . په افغانستان کې دنړيوال بانک سرپرست نتګوا وويل  چې دافغانانو دژوندانه دښه والي په خاطر  دغه شان ارقامو اوشميرنې ته اړتيا او شتون لري .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته