سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر 

د افغانستان لپاره د ترکمنستان هېواد سفیر خواجه عوضوف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه پر اقتصادي مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پروژو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

د ترکمنستان سفیر په دغه کتنه کې له کابل سره د عشق آباد د مثبتو اړیکو د دوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ترکمنستان به په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت له نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او مثبتو دوه اړخیزو اړیکو غوښتونکی دی او چاته به د افغانستان له خاوري څخه د کوم هېواد د ننګولو اجازه ورنکړي.

د یادونې وړ ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر سره هم کتلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته