ټولنه

په هېواد کې په زرو بې ځايه شويو کورنيو داستوګنې د ځمکې ويش

کابل باختر د ليندي  ديارلسمه :
په سعادت ښارګوټي  کې په داخلي بيځايه شويو کورنيو د  ځمکې زر نمرې وويشلې شوې .
  دغه پروګرام نن دهرات ولايت دمرستيال په ګډون  پيل شو ، دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو درياست  دمسوولانو دڅرګندونوله مخې، دغه ځمکې په هغو کورنيو وويشلې شوې  چې دوروستيو کلونوپه بهير کې  له ګاونډيو  هېوادونوڅخه هرات ته راستنې شوي او استوګنځي  نه لري .
دهرات ولايت دټولنيزو چارو مرستيالې مونسې  حسن زاده  څرګنده کړه دافغانستان دولت او مرستندويې موسسې هلې ځلې کوي چې له راستنو شويو کورنيو سره داستوګنځيو کورنيو سره لازمه همکاري وکړي .
دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس  احمد جاويد نادم وايي هره نمره ځمکه ٤٥٠ مربع متره ده او د ٤٥٠٠  افغانيو په بدل کې په دغو کورنيو ويشلې شوي دي .
نادم وايي ددغه پروګرام له مخې بيځايه شوې کورنۍ دې بايد ديو کال په دننه کې په ويشل شويو ځمکو کې کورونه جوړ کړي نوبيځايه شوي کسان وايي چې په دغو نمرو کې دکورونو دجوړولو لپاره اقتصادي توان نه لري .
په بيځايه شويو کورنيو ويشل شوې ځمکې په تقي نقي ښارګوټي کې موقعيت لري .
دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس وويل په دې سيمه کې دلس جريبه ځمکې په ساحه کې ښځينه بڼه   ٨٢ پلګوټي  ، يو فرهنګي  مرکز دميوو دپروسس يو مرکز  او يو معياري ښوونځي  ددغې ادارې او دجي ار اس ددفتر په همکارى جوړ شوي دي او داوبودرې څاګانې هم کيندلې شوي دي .
  ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته