کابل باختردکب دمياشتې ٩ :
د ميدان وردګو د قومونو او د ولايتي شورا پريکړه ليک
د ميدان وردګو ولايت اوسيدونکو د يو پريکړه ليک په صادرولو سره، دملي دفاع اودکورنيو چارو له وزارتونو او د ملي امنيت له لوى رياست څخه غوښتي دي چې د ميدان وردګو ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو بشپړامنيت ته جدي پاملرنه وکړي.
په دې پريکړه ليک کې دغه راز ويل شوى دى:
_موږ د ميدان ښار او د نرخ ، جلريز او چک د ولسواليو اوسيدونکي د ځانګړو امريکايي ځواکونو ( سپيشل فورس ) له خواظلم، انسان وژنه، وهل او ډبول ، ځورونې او په خپل سر دکورونولټول په کلکه غندو.
_ موږ د هغو نهو تنو په باب چې د سپيشل فورس د ځواکونو له خوا د نرخ مرکز ته بيول شوي دي او برخليک يې تراوسه پورې معلوم نه دى؛ د معلوماتو غوښتنه کوو او د سيمې خلکو ته د هغوى او يا د هغوى د مړو د سپارلو غوښتنه کوو.
_ موږ دهغوکسانو چې زموږ بيګناه خلک يې شهيدان کړي؛ د خلکو موټر او نور وسايط يې له منځه وړي دي؛ زموږ خلک يې وهلي او ډبولي او ټپيان کړي دي؛ د زيان دجبيره کولو او دعدلي او قضايي مرکزونو له خوا دهغوى دمحاکمې غوښتنه کوو.
_موږ د هيواد د جمهوري رياست او د ملي امنيت د شورا د پريکړې ملاتړکوو او ددغې پريکړې دعملي کولو غوښتنه کوو.
_موږ د ملي دفاع ا و دکورنيو چارو له وزارتونو او دملي امنيت له لوى رياست څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چې د ميدان وردګو ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو د امنيت تامينولو ته جدي پاملرنه وکړي.
_ که چيرې زموږ روا غوښتنو ته د جمهوري رياست او د ميدان وردګو د والي له خوا مثبت ځواب ونه ويل شي؛ موږ خپلو سوله ييزو غونډو اواحتجاجونو ته دوام ورکوو.
0 1 دقیقه لوستل