امنیت

درې تنه پوليسان شهيدان شول

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
د هغه ماين دچاودنې له امله چې وسله والوطالبانو د ننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ښخ کړى و؛ نن درې تنه پوليسان شهيدان شول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو ځواکونو د افغانستان د اسلامي جمهوريت بيرغ دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځاى پرځاى کاوه.
ويل کيږي طالبانو هغه ماين چې په دې ساحه کې ځاى پرځاى کړى و؛ د چاودنې له امله يې درې تنه پوليسان شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته