سیاست

انجينير محمد خان: د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي شعار بايد په عمل بدل شي.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان له ښځو سره د تاوتريخوالي د لمنځه وړلو شپاړس ورځيني کمپاين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خطاب کې وويل، ښځه مور ده، ښځه خور ده، ښځه د ژوند ملګرې ده، ښځه د بشريت د جمال او کمال معنی ده، دا ځکه چې الله تعالی په قرآن کريم کې دوه سورتونه د ښځو په نامه نومولي، يو ته يې د ښځو عنوان ورکړی چې د نساء مبارکې سورې څخه عبارت دی او بله يې د مريم مبارکه سوره.
انجينير محمد خان زياته کړه، مسلمانان ځکه بايد د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په خلاف مبارزه وکړي چې زموږ خوږ پېغمبر عليه السلام او زمونږ سپيلڅلي دين ښځه له هغه مظلومانه حالت څخه وژغورله چې په ټولنه کې به  د څارويو په څېر په بازرونو کې پلورل کېدله، ښځې د اسلام د سپېڅلي شريعت له برکته د يو عزتمند انسان په څېر د ژوند کولو حق ترلاسه کړ، له دې وړاندې ښځې په ټولنه کې د متاع او ميراث بڼه درلودله چې د توکو په څېر به د سړو تر منځ لاس په لاس کېدله، مګر د اسلام سپېڅلي دين ورته د يو باعزت وارث، حيثيت او مقام ورکړ.
ده د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل‎، موږ بايد په خپل فردي، کورني او ټولنيز ژوند کې د خپل مبارک دين د ارشاداتو د عملي کولو په موخه جدي هڅې وکړو،‎د خپلو اولادونو، کور کهول، په خاصه توګه د ښځو په برخه کې د حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښونو ته جدي پاملرنه وکړو، ځکه ښځه د بشريت د ستر ناجي د وينا په اساس چې فرمايي: ((د ښځينه و په اړه د ښېګڼې سپارښتنه وکړئ))‎ زموږ د هر ډول لورينې مستحقه ده، پر ښځو له هر ډول خشونت او تاو تريخوالي څخه‎ بايد ډډه وکړو، د نورو حقوقو تر څنګ زده کړه د هر مسلماناساسي حق دى،بايدښځې له دغه حق څخه بې برخې نه شي.
انجينير محمد خان وويل: ښځينه قشر زموږ د ټولنې نيمايي برخه ده، د نيمايي برخې په جهالت کې پاتې کېدل او له تعليمه محرومېدل، زموږ د ټولنې يو له سترو ستونزو څخه دی، چې په ګډه بايد دې برخې ته پاملرنه وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته