کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٢نيټه:
څه دپاسه شپږ کيلو ګرامه شيشه يي ډوله نشه يي توکي پرون په لوګر ولايت کې کشف او ضبط شول.
د لوګر امنيه قوماندان سمونموال رحم خدا مخلص باختر آژانس ته وويل چې ددغې قوماندانۍ منسوبينو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې شپږ کيلوګرامه شيشه يي ډوله نشه يي توکي چې د يوه سراچه موټر په واسطه کابل ته لېږدول کېدل؛ دلوګر ولايت مرکز پل علم ښار ته څېرمه کشف او ضبط کړل .
مخلص زياته کړه چې پوليسو درې تنه د دغو نشه يي توکو د لېږدولو په اړوند نيولي دي.
پاىذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ