کابل باختر د کب دمياشتې ٢٩ :
په ننګرهار ولايت کې دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دهوايي بريدونو له امله ديارلس تنه داعشيان ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دهېواد دامنيتي اودفاعي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ولايت داچين اودهسکې مينې دولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش دتروريستي ډلې په پټنځي ترسره کړل چې له امله يې ديارلس تنه داعشيان ووژل شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ