ټولنه

په قندهار کې بند پاتې مسافرین له دولت څخه د کابل ـ قندهار د لويې لارې د خلاصون غوښتنه کوي

قندهار باختر د زمري ۲۰ مه
د هرات او یو شمېر نورو هغه ولایتونو مسافرین، چې د کابل – قندهار د لويې لارې د بندېدو له امله په قندهار ولایت  کې بند پاتې دي، د یوه اعتراض په ډول يې له حکومت څخه وغوښتل، چې د لارې د خلاصون لپاره هڅې وکړي.
وسله والو د پنجشنبې په شپه د کابل – قندهار لویه لار وتړله، خو د قندهار د امنيتي مسوولینو د خبرداري سره سره یو شمېر ټرانسپورټي شرکتونو له هرات څخه قندهار ته مسافرين راوړي، چې اوس په دغه ولایت کې بند پاتې دي.
دغو مسافرينو پرون او نن د قندهار ښار د لسمې حوزې په کابل دوراهي، کابل اډې او د پنځمي حوزې د نساجي له فابريکې سره د اعتراض په ډول راټول شوي و.
دوی حکومت د ملکي خلکو د امنیت او د لویو لارو د ساتنې په برخه کې په بې غورۍ تورن کړ.
اعتراض کوونکو مسافرینو د باختر اژانس  سیمه یېز خبریال ته ویلي  چې په ښار کې د اوسېدو لپاره ځای نه لري، خو اوس د قندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په مرسته په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي.
د دغو مسافرينو شمېر، چي تر پنځو سو اوړي، د خوراک او څښاک پیسې یې هم خلاصې شوي او ان بېرته خپلو ولایتونو ته د تګ امکانات نه لري.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته