کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
دروزګان ولايت په ځينو سيموکې اوس هم سختې نښتې دوام لري .
له تيرې شپې څخه تر نن غرمې پورې دروزګان ولايت دچورې ولسوالۍ په مربوطاتو او ددغه ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په ځينو سيموکې خورو ورو نښتو دوام درلود .
درارسيدلو خبرونوله مخې په دغو نښتو کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى .
لومړى جګړه تيره شپه دروزګان ولايت په چورۍ ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په عملياتو کې دشاملو پوځيانو په کاروان بريد وکړ .
په روزګان ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې اوولس تنه وسله وال يرغلګر ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
دغه قوماندان وايي چې دچورۍ ولسوالۍ په ځينوسيموکې جګړې دوام لري .
ويل کيږي چې په دغو جګړو کې تراوسه پورې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې اته تنه وسله وال طالبان په خاص روزګان ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه له هغه وروسته ونښته چې پوځيانو د عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو په يوه پټنځي بريد وکړ .
په روزګان ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې نهه تنه وسله وال طالبان دروزګان ولايت دمرکزدترينکوټ ښار په مربوطاتو کې له پوځيانو سره دنښتو په بهير کې وژل شوي دي .
دغه جګړې له تيرې شپې څخه تراوسه پورې دوام لري .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دروزګان ولايت په ځينو سيموکې دڅو ماينونو په کشف او شنډولو بريالي شوي دي .
پوليس وايي چې طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګانۍ پيښې رامنځته کړي خوبريالي نه شول .
0 1 دقیقه لوستل