کابل باختر دکب پنځلسمه :
دالماس ٤٠ په نامه دامنيتي ځواکونو ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات دلغمان ولايت دعليشنګ او علينګار دولسواليو په مربوطاتو کې په برياليتوب سره دوام لري .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره باختر اژانس ته خبرورکړ : دغه علميات دلغمان ولايت دعليشنګ او علينګار ولسواليو د مرکز په شاوخوا کليو کې دښه امنيت دتامينولو په مقصد مخکې پيل شوي وو چې يوشمير کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړى شوي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ