کابل باخترد ثور دمياشتې ١٤ :
دجندالله د ډلې ديوسرګروپ په ګډون ددغې ډلې څلور تنه غړي پرون دبغلان ولايت په مربوطاتوکې ووژل شول او دوه تنه نوريې ونيول شول.
دبغلان ولايت د بورکې ولسوال عبدالجبار اسلامي له باخترآژانس سره دټيلفوني اړيکې په ترڅ کې وويل: د ازبکستان په اسلامي غورځنګ پورې اړوند د جندالله د ډلې سرګروپ قاري جمال الدين ددغې ډلې له دريو تنو غړو سره د بورکې ولسوالۍ دتنګي فلول په ساحه کې د ناټو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شو او دوه تنه نوريې ونيول شول.
اسلامي زياته کړه: د وژل شويوکسانومړي دښخولو په مقصد نن دبورکې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته وسپار ل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ