ټولنه

په پنجشير کې دټولګټو پرووژ کار پيل شو .

کابل باختر دوږي اوومه : دشلو ټولګټو پروژو کار نن دپنجشير ولايت دابشار په ولسوالۍ کې پيل شو دپنجشير دولسي تړون دملي پروګرام مسوول انجنير شفيق الله سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو پروژو کې داوبو لګولو درې کانالونه ، داوبو دبريښنا دتوليد درې کوچني دستګاوې ، څلور کليوالي سړکونه او د اوبو رسولو يوولس شبکې شاملې دي چې په دغې ولسوالۍ کې دولسي تړون دملي پروګرام له خوا داووه ديرشو مليونو افغانيو په لګښت تطبيقيږي ده وويل ددغو پروژو په تطبيقولو سره به څه ناڅه دوه زره کورنى يې له ښيګڼو گټه واخلي . ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته