ورزش

راشد خان، محمد نبي او مجيب ځدران د سن رايزرس له ټيم سره يوځاى شول

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړي راشد خان آرمان، محمد نبي عيسى خېل او مجيب ځدران د حيدرآباد له سن رايزرس ټيم سره يوحاى شول.
دغه خبر د حيدرآباد ټيم په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې خپور کړى دى او د دغو درېيو لوبغاړو د راتګ هرکلى کړى دى.
محمدنبي عيسى خېل او راشد خان آرمان په روان کال کې هم د هندوستان په (آى.پي.ال) سياليو کې په حيدرآباد ټيم کې لوبه کوي.
د هندوستان د (آى.پي.ال) د کرکټ سيالۍ د روان کال د وږي په ٢٩ مه په عربي متحدو اماراتو کې پيلېږي او په همدې خاطر دغه درې افغان لوبغاړي عربي متحدو اماراتو ته سفر کړى دى.
دغه افغان لوبغاړي په لوړ امتياز سره به په حيدرآباد ټيم کې لوبه وکړي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته