سیاست

دمشرانو جرګې لومړ ي نايب په کابل کې د فرانسې دسفارت له سياسي سلا کار سره وکتل

کابل باختر دسلواغي دري ويشتمه

  دمشرانو جرګې  لومړي نايب  محمد علم ايزديار  نن په کابل کې  دفرانسې دسفارت له سياسي  سلاکار سره دملي شورا په مقر کې وکتل .

  دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې  دمشرانوجرګې لومړي  نايب دافغانستان  او فرانسې  دښو اړيکو ديادونې په ترڅ کې په بيلابيلو   برخو کې  دافغانستان له خلکو  سره  ددغه هيواد دمرستو له  امله مننه وکړه  او ويې ويل  فرانسه له نړيوالې ټولنې سره يوځاى زموږ دهيواد دبيا جوړونې او دامنيت دتامينولو په لاره کې مهم رول لري او دخلکو دامنيت په تامينولو کې په کاپيسا ولايت او دکابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې دفرانسوي ځواکونو فعاليت  ځانګړي  ارزښت لري .

 په دې کتنه کې ايزديار  ټينګار وکړ بهرني ځواکونه بايد خپل  پوځي عمليات دافغانستان له ملي قوتونو  سره په بشپړي همغږي کې ترسره کړي چې دوروستي پيښې په شان چې دکاپيسا ولايت  د نجراب   ولسوالۍ  په ګياوه دره کې داتو تنو دوژل کيدو سبب  شوه دنورو پيښو مخه ونيوله شي .

 په مقابل کې  دفرانسې دسفارت  سلاکار دخبرو په ترڅ کې دکاپيسا ولايت دنجراب ولسوالۍ په ګياوه دره کې د ملکي وګړو دوژل کيدو له امله دخواشيني دڅرګندولو په ترڅ کې له افغانستان سره دفرانسې دخلکو دمرستو يادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې دولت به يې په راتلونکي  کې هم دافغانستان له خلکو  سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي  په دې کتنه کې  يو شمير  سناتوران هم حاضر و .

  دغه راز   دمشرانو جرګې  لومړي نايب نن دپروان ولايت له ځينو مشرانو او سپين ږيرو سره وکتل .

  په دې کتنه کې دهغوى دبريښنا  دنشتوالي ،  دروغتيايي  خدمتونو دوړاندي کولو دمرکزونو دکمښت او دپوهنې  اوکرنې دسکتور  دنميګړتيا  په باب   خپلې سيمه ئيزې ستونزې بيان کړي  او د سروبي _ جبل السراج سړک دجوړولو دکار د چټکتيا غوښتنه يې وکړه .

په مقابل کې  دمشرانوجرګې لومړي  نايب ژمنه وکړه  چې ددغه ولايت داوسيدونکو ستونزې  به دڅيړنې په مقصد  له مسوولو مراجعو سره طرحه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته