سیاست

دقوانينو دکميټې نهمه غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دسلواغې  اووه ويشتمه :
دقوانينو دکميټې نهمه غونډه نن له غرمې وروسته  دجمهور رييس دمرستيال  او ددغې کميټې  درييس  قانون پوه  محمد سرور دانش  په مشرۍ جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې غونډه کې  له اجندا سره سم  لومړى  ددولتي مقاماتو دمعاشونودتنظيم دقانون  دطرحې په باب  غور اوڅيړنه وشوه .
  دقوانينو دکميټې  د ١٣٩٣ کال دسلواغې دمياشتې  ديوولسمې نيټې  په غونډه کې  دعدليې  ، ماليې ،  اوداقتصاد وزارتونو او داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کميسيون ته  دنده سپارل شوې  وه   چې ددولتي مقاماتو دمعاشونو ضريب دې   وټاکي او ددولتي معاشونو  دتنظيم دقانون په طرحه کې  دليکل شويو مقاماتو دمعاش ضريب دې  بيا وڅيړي او دقوانينو کميټې ته دې رپوټ وړاندې کړي .
  دعدليې وزارت سرپرست  دهغو ادارو دکړنو په باب  چې  ددغه قانون  په طرحه کې  دليکل شويو  دولتي مقاماتو  دمعاش دضريب  دبيا څيړنې لپاره  موظفې شوې وې  ، کميټې ته رپوټ ورکړ  .
وروسته  په دغه قانون کې  دليکل شويو مادو هغه برخه  چې په باب يې  دنظر اختلاف  شتون درلود  دکميټودغړو له  خوا  وڅيړل شوه  او غړو خپلې کارپوهانه نظريې  په تفصيل سره  په دې باب  بيان کړې .
  دهغو خبرو په نتيجه کې  چې  دکميټې په دې غونډه کې  وشوې ددولتي مقاماتو دمعاشونو  دتنظيم دقانون  په طرحه کې دليکل شويو مقاماتو دمعاش ضريب  وټاکل شو او ددغه قانون طرحه تاييد شوه .
  دقانون دغه طرحه  دهغو دولتي مقاماتو  دمعاشونو په تنظيم پورې  اختصاص لري  چې امتيازات يې  په اساسي قانون کې  نه دى اټکل شوى  .
کميټې  دملکي هوايي چلند دقانون دتعديل  دطرحې په باب  هم چې په کميټه کې  دخبرويوه موضوع وه ، پريکړه وکړه  تر هغه وخته پورې  چې په دغو برخو کې ددولت پاليسى  نه دي روښانه شوي  او ددولت داساسي تشکيلاتو قانون  دملي شورا له خوا تصويب شوي نه وي  په دې باب پخواني قانون مرعي الاجرا  دى .
  دغه راز  په غونډه کې  دولايتي شوراګانو  دنظارتي صلاحيت دحق  مسئله  طرحه  اووڅيړل شوه . غړو درايو په اتفاق  دولايتي شوراګانو  دنظارتي صلاحيت حق  تاييد کړ او پريکړه وشوه  چې دغه موضوع دې په لومړى فرصت کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت دکابينې  په اجندا کې  شامله شي  او دکابينې له تاييد وروسته دې  ، دولايتي شوراګانو قانون  چې دشوراګانو  دنظارتي صلاحيت  حق پکې شامل دي  ،  دجمهور رييس   په تقنيني فرمان سره  تصويب  او توشيح شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته