سیاست

مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د وږي ٢٧مه / باختر په بلخ کې پر یوې نجلۍ د ډله ییز تېري قضیې ته د رسېدو په تړاو د جمهورريیس د سملاسي دستور په اړه مطبوعاتي اعلامیه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني، په بلخ کې پر یوې ځوانې نجلۍ د ډله ییز تېري په اړه د طلوع نیوز د راپور تر خپرېدو وروسته د هېواد لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت ادارو ته د دغې قضیې د بیا ارزولو دستور ورکړی. جمهورريیس د یادې قضیې په اړه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره د هېواد لویه څارنوالي او ملي امنیت موظف کړل چې سملاسي په دې برخه کې اقدامات وکړي. حکومت په ابتدایي ډول د هغې نجلۍ روغتیایي وضعیت ته د رسېدو لپاره چې د ډله ییز تېري قرباني بلل کېږي، په ګډون دې قضیې ته د رسېدو په موخه عملي اقدامات هم کړي او دا مهال یاده نجلۍ د ملي امنیت روغتون (امان الله خان) کې تر درملنې لاندې ده. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ښځو او ماشومانو په ګډون د خپلو هېوادوالو د عدالت او بشري حقونو تامین ته ژمن دی او له قانون څخه سرغړونکو پر وړاندې به له هېڅ ډول اقدام څخه دریغ ونه کړي.# پاى / ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته