کابل باختر د چنګاښ ١٠ :
ډاکترمحمداکرم خپلواک د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د سرپرست اوکانديد په توګه وټاکل شو.
د باخترآژانس دخبرله مخې: په هغې اعلاميه کې چې له همدې امله دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي .
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس د يو حکم په ترڅ کې ډاکترمحمداکرم خپلواک د ملي شورا له ولسي جرګې څخه د باور د رايې د ترلاسه کولو او د لوړې د ترسره کولو د پړاونو تر ترسره کولو پورې د سرحدونو او قبايلو د چارو د سرپرست اوکانديد په توګه ټاکلى دى .
دجمهور رييس په حکم، په پارلماني چاروکې د دولت وزير د ملي شورا ولسي جرګې ته د رايې د اخيستلو او د ده د معرفي کولو په مقصد موظف شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل