کابل/ د کب مياشتې ٢ / باختر
د افغانستان له خلکو سره د ترکیې دويمه مرسته نن هرات ته ورسيده.
په دې مرسته کې خوراکي توکي، درمل او جامې شاملې دي.
په هرات کې د ترکيې قونسل سنان الهام د هرات له والي مولانا اسلام جار سره په کتنه کې وويل: د ترکيې دويمه جوپه مرسته به تر دوو ورځو پورې هرات ته ورسېږي. هغه وويل: د ترکيې درېيمه جوپه مرسته هم چمتو ده.
د هرات والي د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د مرستو هرکلی وکړ او د افغانستان د خلکو خراب اقتصادي وضعيت ته د رسيدګي په موخه یې له نړيوالو بسټونو په ځانګړي ډول له ترکيې د مرستو غوښتنه وکړه.
\ ذ