امنیت

دوه تنه د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول

کابل باختر دمرغومي  نوولسمه :
د بدخشان ولايت په بر يفتل کې نن سهار په يوه جومات کې د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول .
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال سخيداد حيدري د دغه خبر په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې يوتن ټپي شوى دى .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: چاڼيز عمليات د دغې سيمې تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته