امنیت

پنځه تنه دغلا په تور ونيول شول

کابل باختر دليندي شپږمه
پنځه تنه دجنايي جرمونو په تور پرون دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دملي پولسو دمنسوبينو له خوا ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دغوکسانو دکابل ولايت په مربوطاتوکې دغلا تور لګول شوى دى چې دپوليسو له خوا دکابل ښار  له لومړۍ، دويمې، يوولسمې  او ديارلسمې  امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ونيول شول .
له نيول شويو کسانوڅخه پوښتنې او تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته