فرهنګ

پوهاند محمدرسول باوري: د رسنيو عالي شورا بايد د رسنيو او حکومت ترمنځ د همکارۍ او باور فضا رامنځته کړي

کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي: د رسنيو د عالي شورا د غړو کار د خلکو،  حکومت او د رسنيو ترمنځ د همکارۍ او باور د فضا رامنځته کول دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين او سرپرست پوهاند محمد رسول باوري چې نن يې د رسنيو د عالي شورا د غړو په غونډه کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه: د رسنيو عالي شورا د وګړني هدفونو او د ملي يووالي په لور د خلکو او د رسنيو سوق کول مهمې دندې لري چي بايد ترسره يې کړي.
ده وويل: د دغې شورا يوه اصلي دنده د حکومت، خلکو او د رسنيو ترمنځ  د همکارۍ او باور د فضا رامنځته کول دي. دغه شورا بايد، رسنۍ په بېلابېلو برخو او د عامه افکارو او د ملي وحدت په لور د رسنيو د پيوستون په لاره کې مرسته وکړي.
د رسنيو د عالي شورا په غونډه کې چې د پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې جوړه شوه؛ د دغې شورا د کاري طرزالعمل او د حکومت او رسنيو ترمنځ د رغنده اړيکو د تامينولو د څرنګوالي په باب خبرې وشوې او په دې باب تصميمونه ونيول شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته