کابل باختر د چنګاښ پنځلسمه :
دهرات دښاري ابتدايه محکمې له خوا درې تنه دانسان تښتونې او بانډيزم په تور هر يو په شل کاله بند محکوم شول .
دغه کسان دهرات دښاري ابتداييه محکمې دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو دديوان په قضايي علني غونډه کې چې دقضاوتمند غلام حضرت احدي په مشرۍ جوړه شوې وه دانسان تښتونې اوبانډيزم په قضيو په ترورستي ډلو کې دغړيتوب او د شوکماري په قضيو کې محاکمه شول .
په دې غونډه کې يو تن له دښمن سره د مرستې په تور په دوه کاله او شپږو مياشتو بند دوه تنه نور دانسان تښتونې او قاچاقو په تور هر يو په پنځه کاله او شپږو مياشتو بند او يو تن بل دتروريستي فعاليت او دطالبانو په ډلو کې دغړيتوب په تور په شل شل کاله بند محکوم شول .
ددغو کسانو داستيناف غوښتنې حق په ټاکلې موده کې محفوظ دى .
0 1 دقیقه لوستل