کابل، د غبرګولي ۱۱ مه، باختر
کابل ښاروالۍ د کابل ښار د سړکونو د روښانولو لپاره د څراغونو د ترميم او فعالولو کار پيل کړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست تخنیکي کارکوونکو په کابل ښار کې د هغو پیاده روونو او سړکونو د څراغونو د فعالولو چارې پیل کړې، چې د تخنیکي ستونزو له امله غیر فعال شوي وو.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست د یو مسؤل د څرګندونو له مخې، له ده افغانانو څخه تر بره کي پورې د سړک د روښانولو په موخه د سړکونو د څراغونو د ترمیم او فعالولو کار پیل شوی او ډېر ژر به د کابل په نورو سړکونو کې هم د ترافیکي څراغونو د فعالولو لړۍ پیل شي.
هغه زياته کړه، د ښار د سړکونو روښانه کول د ښکلا او اسانتيا د رامنځته کولو ترڅنګ؛ د امنیت په برخه کې هم ګټور بلل کېږي.
/ذ