امنیت

دچاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شول.

کابل – باختر دسلواغې څلورمه :
دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښارکې پرون دماين دچاودنې له امله څلور ملکي وګړي ټپيان شول.
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر رييس خان عبدالرحيم زي باختر آژانس ته وويل : ماين په يو بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و او بايسکل دپل علم ښار په يوه  ګن ميشته سيمه کې درول شوى و.
دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش وويل : چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول او د درملنې لپاره دنايب امين الله خان روغتون ته ليږدول شوې دي او روغتيايي حالت يي مخ په ښه والي دى.
يوه مياشت مخکې هم په پل علم ښارکې دچاودنې له امله درې تنه ملي پوليس ټپيان شوي وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته