سیاست

له پاکستان سره دسرحدي تاوتريخوالي دڅيړنې لپاره سپين بولدک ته د پارلماني هيئت سفر .

قندهار باختر دثور ٢٢:
دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسرحدي تاوتريخوالې له زياتيدو وروسته  دهېواد  يو پارلماني هيئت  دقندهار ولايت دسپين بولدک ولسوالۍ ته تللى دى .
  دسنا  دمجلس دغړي هاشم الکوزي په مشرۍ  دغه  هيئت دقندهار ولايت دسپين بولدک ولسوالۍ دلقمان او جهانګير ساحې چيرته چې  دافغانستان او پاکستان دسرحدي ځواکونو ترمنځ  دسختو جګړو ډګر و ،  کتلي دي .
  دقندهار دوالي وياند سليم خپلواک  باختراژانس ته وويل  چې دغه هيئت  د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې  دسپين بولدک ولسوالۍ کې دافغانستان او پاکستان  دسرحدي  تاوتريخوالې دڅرنګوالي  څيړنې ته  ګومارل شوى دى .
دقندهار ولايت  په سپين بولدک ولسوالۍ کې  دافغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي جګړو کې  دڅو تنو افغان ملکي وګړو په ګډون  له دواړو لورو څخه څه ناڅه ديرشو تنو ته مرګ ژوبله اوښتى ده .
  دغه جګړه هغه وخت پيل شوه چې پاکستاني پوځيان  دجهانګير او لقمان سيمو ته  ننوتل .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته