کابل باختر دوږي شپږمه :
وسله والوطالبانو تېره شپه په روزګان ولايت کې پر امنيتي پوستوسخت بريدونه وکړل چې ناکام شول.
د روزګان ولايت يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته خبر ورکړ:
يوې ډلې وسله والو طالبانو د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار د زرافشان په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.
په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان د امنيتيي ځواکونو له خوا ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه: د جګړې په پاى کې د طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ