ورزش

په بغلان کې د شطرنج نهه تنو لوبغاړو د هېواد د شطرنج ملي ټيم ته لاره وموندله

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٤ نيټه :
په بغلان ولايت کې د شطرنج نهه تنو لوبغاړو د هېواد د شطرنج ملي ټيم ته لاره وموندله .
دغه ورزشکاران د هغې سيالۍ په پاى کې چې نن په پلخمري ښارکې ترسره شوه؛  د شطرنج غوره څيرې وپيژندلې شوې او د هېواد د شطرنج ملي ټيم ته يې لاره وموندله .
د بغلان ورزشي آمر احمدشاه مومني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو سياليوکې د بغلان ولايت په کچه ٥٥  تنو ورزشکارانو ګډون کړى و.
پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته