امنیت

څلور طالبان په کندز کې ووژل شول

کابل/ د وري ٣ مه/ باختر
څلور وسله وال طالبان پرون په کندزکې ووژل شول.
د ۲۱۷ قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان له هغه وروسته ووژل شول چې د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ په ځینو برخو یې بریدونه وکړل.
هغه زیاته کړه چې په بریدونو کې درې نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته