کابل باختردزمري دمياشتې ١٥ :
دتيرې يوې مياشتې په بهيرکې په نيمروز ولايت کې دماشومانو پر خلاف پنځه
مورده تاوتريخوالى ثبت شوى دى.
دنيمروز ولايت دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکز آمر دباخترآژانس خبريال ته وويل : دتيرې يوې مياشتې په بهېرکې په دغه ولايت کې په ماشومانو پنځه مورده تاوتريخوالى شوى دى چې دوه مورده يې وژنه او درې نور موارد يې وهل اوډبول دي .
ده وويل : زياتره دغه موارد عدلي اوقضايي مرکزونو ته سپارل شوي دي چې دځينو په باب يې پريکړه شوې او دځينو نورو په باب کار دوام لري .
ده زياته کړه چې همدا اوس دنيمروز ولايت دماشومانو داصلاح او روزنې په مرکز کې پنځه ويشت تنه کوچني ماشومان اوپنځه کوچنۍ نجونې شپې سباکـــــوي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ