امنیت

په کندز کې د طالبانو ديوه قوماندان وژل کيدل.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې تيره شپه د بې پيلوټه الوتکې دبريد له امله د طالبانو ديو قوماندان په ګډون پنځه تنه طالبان ووژل شول.
دغه بريد دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ په مغل قشلاق په ساحه کې ترسره شوى دى .
دپامير دشلمې فرقې دقوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل : بې پيلوټه الوتکې په يوې ډلې وسله والو طالبانو بريد وکړ چې له امله يې د ګلخان په نامه د دوى دقوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي چې دکندز ولايت په نورو سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو ورته بريدونه او ځمکني او هوايي عمليات دوام لري او په طالبانو ځپنده ګوزارونه شوي دي چې زياترو طالبانو دتيښتې لاره غوره کړې ده .
داپه داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم دکندز ولايت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې ديوه قوماندان په ګډون ٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته