سیاست

دکابينې دليک لوست دزده کړې ملي کميټې غونډه وکړه .

کابل باختر د زمري  دريمه :
دليک لوست دزده کړې  ملي کميټې نن دجمهور رييس دمرستيال او ددغې کميټې درييس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ  غونډه وکړه او لازم تصميمونه يې ونيول .
دجمهور رييس   دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دپوهنې وزير اسد الله حنيف بلخي  دليک لوست دزده کړې  په برخه کې دخصوصي سکتور ونډه اخستنې په دې غونډه کې بريالى وبلله او هيله يې وکړه چې ملي سوداګر دې  د کتابونو دچاپولو او دقرطاسيې دويشلو  په برخه کې د ليک لوست دزدکړې له  معينيت سره  رضاکارانه مرسته ولري .
دجمهور رييس مرستيال هم په ټولګټو  برخو کې دملي سوداګرو همکاري ګټوره او مهمه وبلله او ويې ويل  چې په يوه جلا غونډه کې به دسوداګرۍ دخونې او دځينوملي  سوداګرو  په همکاري دغه موضوع تعقيب شي .
دپوهنې وزير دغه راز وويل چې دهغو تفاهم ليکونو په تعقيب چې تيرکال له ځينو وزارتونوسره لاسليک شوي دي په روان کال کې به هم په ډير لنډ ممکن وخت کې  له نورو وزارتونوسره يولړ تفاهم ليکونه لاسليک شي .
دپوهنې وزير ټينګار وکړ چې په زماني لحاظ تفاهم ليکونه ښه به وي چې په کابو پنځوکلونو کې ترسره شي تر څو دليک دلوست دزدکړې پروګرامونه وکولاي شي دنظر وړ هدفونه ترسره کړي .
دپوهنې وزارت  دليک لوست دزده کړې معين  ډاکتر سردار رحيمي هم په دې  غونډه کې دتيرو پريکړه ليکونو دتعقيبولو رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې دکابل  په کچه په روان کال کې دليک لوست دزده کړې  يوسلو پنځوس کورسونه په جريان کې دي چې دتيرکال په پرتله دپاملرنې وړ يوه وده ښيي .
ده زياته کړه چې په ولايتونو او ولسواليو کې دليک لوست  دزده کړې دپيوستون طرحه بايد دهېوادوالى دميثاق  دپرمختيايي پروګرامونو  تر څنګ  او په راتلونکي کال کې په عملي توګه اجرا شي .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير نصير احمد دراني هم ژمنه وکړه چې په ولسواليو او ولايتونوکې به ددغه وزارت دظرفيتونو له لارې دليک لوست دزده کړې دپروګرامونو دعملي کولولپاره همکاري وکړي
دجمهور رييس مرستيال په همدې برخه کې دسيمه ئيز ارګانونو خپلواک رياست ته لارښوونه وکړه چې دسيمه ئيزو ادارو له لارې دې دولايتونو په کچه دليک لوست دزده کړې دکميټو  دجوړولو دڅرنګوالي په باب دقيق رپوټ او څيړنه ولري .
په دې غونډه کې تصويب شوه چې دليک لوست د زده کړې  دمعينيت له شاخصونو سره سم دهغو واليانو او دخصوصي سکتور چې دليک لوست دزده کړې  دپيوستون دطرحې په برخه کې کارنده رول لوبولى دى قدرداني وشي .
ډاکتر سردار  رحيمي دغه راز دليک لوست دزده کړې دمعينيت  دبودجې او تشکيل ستونزې دليک لوست دزده کړې دملي کميټې په غونډه کې وړاندې کړې . 
دماليې وزارت استازي په دې باب وړانديز وکړ چې دغه مسئله دې بايد ديوې پروژې په توګه دماليې وزارت ته تعريف  شي چې په دې برخه کې په مناسبې او قانوني اسانتيا سره اقدام وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته