امنیت

په لوګر کې څلور تنه وسله وال طالبان و وژل شول او اته تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دوږي  نولسمه
  په تيرو ٢٤ ساعتو کې دلوګر ولايت په مربوطاتو کې د تندر په نامه عملياتو کې څلور تنه وسله وال طالبان و وژل شول او اته تنه نور يې ونيول شول .
  دلوګر ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني نن باختر اژانس ته  و ويل دتندر عمليات له يوي اوونۍ راپديخوا دلوګر ولايت په ګوټ ګوټ کې  پيل شوي دي او دهيواد امنيتي ځواکونه دلوګر ولايت په مرکز پوري اړوند دپورک ،  قلعه موسى  او سرسنګ  په ساحو کې  له  يو لړ مقاومتونو سره مخامخ شوي دي چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل  چې په دغو پيښو کې دسيمي دخلکو يو  ماشوم ووژل شو او دوه تنه  پوليسان ټپيان شول .
روغ ليوني  زياته کړه  چې ددولت دوسله والو مخالفينو د له منځه وړلو لپاره عمليات يوه مياشت  دوام لري  او دهيواد امنيتي ځواکونه په تروريستان کوڅه په کوڅه اوکور په کور تعقيب کړي .
دتندر عمليات په يوه وخت کې دپکتيا ، ميدان وردکو او دغزني  په ولايتونوکې هم پيل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته