امنیت

دپکتيکا ولايت له مقاماتوسره په ختيځ زون کې دناټو دقوماندان کتنه

کابل باختردکب دمياشتې ٢٧ :

په ختيځ  زون کې دناټو قوماندان جنرال دينيل الن نن دپکتيکا ولايت ته سفر وکړ او ددغه ولايت له مقاماتوسره يې وکتل.

جنرال الن   دپکتيکا له والي سره په کتنه کې  په دغه ولايت کې امنيتي حالت مخ په ښه والې وباله  او ژمنه يې وکړه چې  دثبات دتامينولو ، بيارغاونې اوحکومت والي په برخو کې دپکتيکا له خلکو سره مرسته وکړي.

په دې کتنه کې  محب الله صميم اوجنرال الن دحکومتوالۍ ، دبيارغاونې دبهير، امنيت او له دولت سره دمخالفينو دپيوستون دپروګرام په باب خبري وکړي .

دباختراژانس دخبرله مخې  سيمه ييزو مقاماتو دناټو له دغه قوماندان سره  په کتنه کې له ده څخه وغوښتل  چې په پکتيا ولايت کې دميشتو افغان ځواکونو په روزنه  اوسمبالولو کې زياته  مرسته وکړي .

دناټو دغه جنرال په دې کتنه کې ژمنه وکړه چې دافغان ځواکونو دروزنې او سمبالولو لپاره به زياتي هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته