امنیت

يوسړى دسپکو جنګي وسلو له يوې زياتې اندازې ګوليو سره په ننګرهار کې ونيول شو .

کابل باختر د کب يوولسمه :
يوسړى دسپکو جنګي وسلو له يوې  زياتې اندازې ګوليو سره  په ننګرهار ولايت کې ونيول شو .
دغه سړى نن سهار دجلال اباد –تورخم دلوى لارې په اوږدو کې دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دسپکو وسلو دکابو دوه څلويښتو زرو ګوليو دليږدنې په وخت  کې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې نيول شوي سړي دګوليو انډې په مهارت سره په يوه بار وړونکي موټر کې ځاى پرځاى کړى و.
ده وويل چې په دغو انډيو  کې دسپکو جنګي وسايلو کابو دوه څلويښت زره ګولۍ  ترلاسه شوي دي
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه سړى دکومې ډار اچوونکي  ډلې  غړى دى او يا دجنګي وسايلو  له پلورونکو سره اړيکې لري .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته