سیاست

افغانستان او هند د دفاعي او امنیتي همکاریو پر ژورتيا باندې موافقه وکړه

– کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی چې د هندي چارواکو په بلنه هند ته په څلور ورځني سفرتللی دی، پرون یې د دغه هېواد له جمهوررئیس پراناب موکرجي، صدراعظم منموهن سنګهه او د ملي امنیت له سلاکار شیف شنکر مینون سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د هند له صدراعظم سره د هېواد د جمهوررئیس په دوه اړخیزه  کتنه کې، دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو،
د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې چې پرون د هندوستان د صدارت په ماڼۍ کې په دوستانه او صمیمانه فضاکې ترسره شوه ، دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې په بېلابېلو برخوکې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په باب خبرې وکړې.
جمهوررئیس کرزي په دې کتنه کې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد او له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په شمول د افغانستان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالت په باب د هند صدراعظم ته معلومات ورکړل.
د هند صدراعظم ټینګار وکړ هېواد يې  ژمن دی چې د انتقال د پروسې په جریان کې او له هغې څخه وروسته له افغانستان سره مرسته وکړي.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې   د پراختیا او دهغوی د تجهیزاتي او زیربنایي اړتیاوو د پوره کولو په شمول چې د دوی د عملیاتي او تحرکي ځواکمنی سبب کیږي، د دفاعي او امنیتي همکاریو پر ژورتيا اوپراختيا باندې موافقه وکړه.
جمهوررئیس کرزي او ښاغلي من موهن سنګ همدا راز د افغانستان د افسرانو لپاره په هند کې د لوړو پوځي زده کړو د فرصتونو پر پراختیا موافقه وکړه.
د دواړو هېوادونو مشرانو له تروریزم او افراطیت سره د مقابلې په خاطر چې دواړو هېوادونو ته یې زیان اړولی دی او ټوله سیمه ګواښوي، پر خپلې ګډې ژمنې یو ځل بیا ټینګار وکړ.
ښاغلي من موهن د افغانستان له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ څخه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د تحصیلي بورسونو او د انکشافي او بیا رغونې د پروژو له لارې د خپل هېواد دوامدار ملاتړ څر ګند کړ.
همدا رزا دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره
یوځای افغانستان ته په سوداګری او ترانزیت کې د آسانتیاوودبرابرولو لپاره، د نویو سوداګریزو تګلورو د انکشاف لپاره کار وکړي.
د دواړو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه  چې د سیمه ایزو همکاریو د پیاوړتیا په لاره کې د د سیمې د انکشاف په موخه د آسیا د زړه هېوادونو د پروسې په شمول چې هند یې د راتلونکې غونډې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د جنوری په ۱۷نېټه جوړیږي، کوربه توب په غاړه لري، له یوبل سره یوځای کار وکړي.
جمهوررئیس کرزي د هند له جمهوررئیس پراناب موکرجي سره په کتنه کې، ده ته بلنه ورکړه چې په یوه مناسب فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي چې د هند د جمهوررئیس لخوا دغه بلنه ومنل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته