امنیت

په روزګان کې په لسګونوتنه پوځيان طآلبانو ته تسليم شول .

کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
په روزګان ولايت کې په لسګونو تنه پوځيان دوسله والو طآلبانوډلې ته تسليم شول .
دغه پوځيان له څه دپاسه يوې مياشتې راپديخوا د ترينکوټ ښار ته څيرمه دوسله والو طآلبانو تر کلابندۍ لاندې وو او په پاى کې پرون ناوخته دغې ډلې ته تسليم شول .
دغو پوځيانو دعامه نظم په پوليسو پورې اړه لرله او قرارګاه يې دروزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په پنځلس کيلومتري واټن کې موقعيت درلود .
په روزګان ولايت کې دملي اردو دلوا قوماندان جنرال غلام حضرت کاکړ دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې وويل: له پرون  راپديخوا له دغه پوځي  ټولګي  سره  اړيکي شليدلې دي .
ده تاييد کړه چې طالبانو تيره شپه ترکلابندۍ لاندې  په دغو پوځيانو يوځل بيا بريد کړى دى خو دهغه دڅرنګوالي په باب يې بې خبري  وښودله  خو په روزګان کې يوه خبرځاى چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه  وويل چې په پاى کې او په دغه پوځي  ټولګي دوسله والو طالبانو دتيرې شپې له بريد وروسته ددوى قوماندان کابو  سلو تنو  پوځيانو په ګډون طالبانو ته تسليم شو .
ده وويل چې په دې  يوه مياشت کې ددغو پوځيانو غږ چاوانه وريد .
تراوسه پورې ددغو پوځيانو دبرخليک  په باب معلومات نه دي ترلاسه شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته