امنیت

په قلات توغنديز بريدونه وشول

قلات باختر د غويي د مياشتې ۳۱ مه
د زابل ولايت چارواکي وايي تېر ماښام د دغه ولايت په مرکز قلات توغنديز بريدونه وشول،خو د سر زيان يې ندی اړولی.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال باختر اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو مخالفينو په مرکز قلات توغنديز بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو  په ځوابي بريد کې وسله والو مخالفينو ته درانه  مالي او ځاني تاوانونه واوښته.
ده دغه راز زیاته کړه چې په ورته وخت کې وسله والو مخالفينو په شاجوی ولسوالۍ کې د سيمه يېزو او ملي پوليسو په يو شمېر پوستو بريدونه کړي،خو د سر د زيان په اړه يې کره شمېرې نه دي معلومې.
دغه راز د زابل والي بسم الله افغانمل وايي چې د امنیتي وضعیت د کابو کولو لپاره یې ټولو امنیتي ارګانونو ته په یوه اضطراری ناسته کې لازمی لارښوونې کړي.
افغانمل د قلات  ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ارګانونه د امنیت په ساتلو کې پوره هڅې کوي او هغوی باید پرته له هر ډول ډار او انديښنې پرته خپلو ورځنیو چارو ته په عادي ډول دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته