ورزش

په ناروې کې د افغان پناه غوښتوونکو د کرکټ ټيم د دغه هېواد د درمن ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
په ناروې کې د افغان پناه غوښتوونکو د کرکټ ټيم پرون د ناروې د درمن کرکټ ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه لوبه د ناروې د کرکټ دويم درجه ټيمونو ترمنځ د سياليو په دوام چې په دغه هېوادکې له څه مودې راپه دې خوا پيل شوې؛ ترسره شوه .
د کرکټ بورد وياند فريد هوتک نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: په ناروې کې د افغان پناه غوښتوونکو ټيم په لومړۍ لوبه کې چې پيل يې کړه؛ په ديرشو اورونواو د دريو لوبغاړو په سوځيدو سره د ٢٧٥ منډې مقابل ټيم ته هدف وټاکه او د ناروې د درمن ټيم د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ١٢٧ منډې ترسره کړې او په ناروې کې يې د افغان پناه غوښتوونکو د کرکټ ټيم په وړاندې لوبه بايلوده.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په ناروې کې د افغان پناه غوښتوونکو د کرکټ ټيم په دويمه لوبه کې د دغه هېواد د کرکټ د درمن ټيم ته ماتې ورکړه او په لومړۍ لوبه کې يې د اوپسل ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته