امنیت

په کاپيسا کې د طالبانو توغنديز بريدونه

کابل/باختر/د زمري ٢٣مه
په کاپيسا کې درې ملکي وګړي د طالبانو په توغنديز بريدکې شهيدان شول او څلور يې نور ټپيان شول.
دغه پېښه پرون ناوخته هغه وخت وشوه چې طالبانو د تګاب ولسوالۍ په جالوخېلوکې  پر يوه کور توغنديز بريد وکړ.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغه توغنديز بريدکې درې ملکي وګړي شهيدان شول او څلور نوريې ټپيان شول.
هغه وسله وال طالبان د دغه بريد مسوول وباله.
په همدې حال کې د کاپيسا په روغتيايي مرکزکې ډاکترانو د دغه بريد د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ وباله.
د بريد شاهدان وايي چې يوه ښځه او دوه ماشومان په وژل شويو او ټپيانوکې شامل دي.
ختم- سعيده- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته