روغتیا

د کرونا ځانګړى روغتون په نيمروز کې پرانيستل شو

-کابل / د غويي ٣ مه / باختر
په کرونا ويروس د اخته کسانو د درملنې لپاره يو ځانګړى روغتون د نيمروز په مرکز  زرنج ښار کې پرانيستل شو.
دغه ١٠٠ بستريز روغتون، حکومت د ٦٥ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ کړى دى.
د نيمروز يوه روغتيايي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه روغتون په جوړېدو سره، په دغه ولايت کې په کرونا ويروس د اخته کسانو د درملنې بهير ښه کېږي.
هغه وويل چې دغه روغتون په طبي وسايلو سره سمبال دى.
په نيمروز کې تراوسه د کرونا ويروس ١٤ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه ولايت له ايران سره په پوله کې موقعيت لري او تل افغانستان ته د مهاجرينو د راستنېدو ډګر دى.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته